افغانستانخبرونه

طالبان: هلمند کې مو د مسلکي سوالګرو یوه ډله نیولې

( کابل ټیلیګراف – ۲۷ کب ۱۴۰۳ لمریز کال )

په هلمند ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د سوالګرو او بې سرپرسته کورنیو د تشخیص دفتر وایي، د دغه ولایت په مرکز کې یې د مسلکي سوالګرو یوه ډله نیولې ده.

دوی وایي، دغه ۴۵ کسیز ګروپ د هرات شینډنډ ولسوالۍ څخه مرکز لښکرګاه ته ورغلي وو او وغوښتل یې چې په منظم ډول سوالګري وکړي.

د معلوماتو له مخې؛ له دغه سوالګرو څخه یې ۳۶ تنه حرفوي سوالګر د لښکرګاه په ملي پارک سیمه کې ونیول شول او د پاتې نورو د نیولو هڅې رواني دي.

د یادونې وړده، چې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د طالبانو له لورې د سوالګرو د را ټولولو په موخه بېلا بېل کمپاینونه ترسره شوي دي.