
طالبانو له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو له ایستلو ډډه وکړي او د دوی د راستنېدو بهیر د دواړو لورو ترمنځ د یو ګډ او همغږي میکانیزم له مخې تنظیم شي.
دغه څرګندونې د طالبانو د رییس الوزرا د اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي په مشرۍ د کډوالو د ستونزو د حل د عالي کمېسیون په غونډه کې شوي دي.
د یاد کمیسیون په خبرپاڼه کې راغلي، په دغه غونډه کې له ګاونډیو هېوادونو غوښتنه شوې چې د افغان کډوالو له ایستلو ډډه وکړي او د دوی د راستنېدو بهیر د دواړو لورو ترمنځ د یو ګډ او همغږي میکانیزم لمخې تنظیم شي.
طالبانو دغه راز له اسلامي همکاریو سازمان (OIC)، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نورو نړۍوالو بنسټونو غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.