
( کابل ټیلیګراف – ۲۷ کب ۱۴۰۳ لمریز کال )
د کب 27مه د مخکیني جمهوري نظام له لورې په افغانستان کې د خبریالانو ملي ورځې په توګه نومول شوې ده.
له دې ورځې څخه په داسې حال کې یادونه کیږي، چې په افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو په دې هېواد کې د رسنیو او خبریالانو د وضعیت له امله اندېښنه څرګنده کړې ده.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په ۱۴۰۳ کال کې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د آزادۍ د وضعیت په اړه په را پور کې ویلي: په تېرو ۱۲ میاشتوکې د رسنیو او خبریالانو له حقونو د سرغړونې ۱۷۲ پېښې له دوی سره ثبت شوي دي.
د راپور له مخې په دې پېښو کې د «حاکمې ادارې» له خوا د تازه محدودیتونو د لګولو له امله د ۵۰ خبریالانو د نیولو او د ۲۲ رسنیو د فعالیتونو ځنډول هم شامل دي.
که څه هم د طالبانو حکومت تل ویلي چې د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې له رسنیو او خبریالانو ملاتړ کوي.
خو د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په روان لمریز کال کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو د سرغړونې پېښې د تېر کال په پرتله چې هغه مهال۱۳۹ پېښې ثبت شوې وې، ۲۴ سلنه زیاتې شوې دي.