
( کابل ټیلیګراف – ۲۷ کب ۱۴۰۳ لمریز کال )
په ننګرهار کې سرچینې وایي، د تورخم فرضي کرښې دواړو لورو سوداګرو او قومي مشرانو د تورخم دروازې د پرانیستلو په تړاو ولسي هوکړه کړې.
په دغه ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، دواړه لوري به اوس د لارې پرانیستو په اړه خپلې طرحې حکومتي مشرانو ته د سلا مشورو په موخه وړاندې کوي، چې ترې وروسته به د لارې خلاصون په اړه د حکومتونو په کچه پرېکړه کیږي.
دغه اداره زیاتوي، ټاکل شوې نن ماښام د دواړو لورو ترمنځ بله ناسته هم وشي.
د یادونې وړ ده، چې تورخم دروازه له نږدې یوې میاشتې راهیسې د پاکستان له لوري د هر ډول تګ – راتګ پرمخ تړل شوې ده.