لوبې

د بلجیم په پرانیستې سیالیو کې یو افغان لوبغاړي د سپینو زرو مډال وګاټه

( کابل ټیلیګراف – ۲۷ کب ۱۴۰۳ لمریز کال )

د افغانستان د تکوندو لوبغاړي فرزاد منصوري د دوه زره پنځه ویشتم کال د بلجیم په پرانیستې سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه.

دې افغان لوبغاړي په هغه سیالۍ کې د سپینو زرو مډال وګاټه چې د نړۍ ځینو مشهورو تکواندو لوبغاړو پکې برخه اخیستې وه.

فرزاد وکولای شول چې خپلو هالنډي او فرانسوي سیالانو ته په ماتې ورکولو سره وروستي پړاو ته ورسیږي، خو هغه ونه توانېد چې خپل امریکايي سیال ته ماتې ورکړي او په سیالۍ کې یې د سرو زرو مډال ونه ګټلو.

د دوه زره پنځه ویشتم کال د بلجیم سیالۍ د مارچ له پنځلسمې څخه تر شپاړسمې پورې ترسره شو.