افغانستانخبرونه

ګلبدین حکمتیار د مفتي منیر شاکر وژل وغندل

کابل ټیلیګراف – ۲۷ کب ۱۴۰۳ لمریز کال

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د مفتي منیر شاکر وژل کېدل غندلي او هغه یې یو زړور دیني عالم ګڼلی دی هغه د مفتي شاکر وژنې او په پاکستان کې وروستیو بریدونو ته په ایشاره په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې د جوماتونو په چاونو، د خدای دعوتګرانو او خطیبانو په ترور، د مساپرو په بسونو او د اورګاډو بریدونو کې د هغو اسلام ضد استخباراتي شبکو لاس دی، چې د خپلو ناولو موخو لپاره پټ مخي او کرايي مزدور جنګیالي ګماري.

حکمتیار د مفتي منیر شاکر له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې او او هغه یې «یو زړور او خپلې داعیې ته ژمن او بې باک دعوتګر» بللی، چې له امله یې نوموړی پر مرګ غمجن دی.

دیني عالم مفتي منیر شاکر تېره شنبه د پېښور په اورمړو کې د جومات دروازه کې د ننوتو پر مهال د چاودېدونکو توکو د برید ښکار شو.چې په لومړیو کې سخت ټپي او وروسته یې په رغتون کې ساه ورکړه

د هغه تر وژل کېدو وروسته یې د خلکو سخت غبرګونونه وپارل او د هغه وژل یې د پښتنو لپاره ستره تشه یاده کړه  چې په وینا یې په اوس وخت کې د خلکو د وېښ تیا لپاره د داسې علماوو شتون ډير مهم دی

تر دې مهال پورې د نوموړي د وژل کېدو مسول کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی خو د نوموړي ځوي عبدالله شاکر او د هغه پلویان یې د افغانستان حکومت کار بولي