خبرونهنړۍ

د روسیې او اوکراین ترمنځ سوله: ټرمپ او پوتین یې په اړه سبا تلیفوني خبرې کوي

کابل ټیلیګراف – ۲۷ کب ۱۴۰۳ لمریز کال

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د خپل روسیې سیال ولادیمیرپوتین سره به د اوکراین او روسیې تر منځ د اوربند او د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي نوموړي خبریالانو ته ویلي ګوري چې یاده جګړه پای ته رسولی شي کنه خو زیاته کړې یې ده چې ښه  چانس په لاس کې دی تر څو یاده جګړه پای ته ورسیږي

ټرمپ زیاته کړې چې د سولې د راوستلو په برخه کې ډیر کار شوی او هیله لري چې د پایداره سولې لپاره سم کار وشي

 چې د اوربند وړاندیز، چې له مختلفو غبرګونونو سره مخ دی، د ځمکو د تبادلې او د انرژۍ بنسټونو په اړه احتمالي توافقات لري.

تر دې مهاله کره معلومات نه دي ورکړل شوي او نه یې ټرمپ  او روسیې چاروکو په اړه نور جزیات ورکړي  چې په دې خبرو کې به کوم مسایل شامل وي خو تر ډيره ښکاره چي دواړه لوریو به پکې د اورکراین او روسیې د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې خپل خپل وړاندیزونه ولري

په داسې حال کې چې کیېف د اوربند ملاتړ کړی، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي پر دې ټینګار کوي چې د هېواد حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا یې باید خوندي پاتې شي. هغه ویلي چې هر ډول سوله ییزه هوکړه باید روسیه له نیول شویو سیمو وتلو ته اړ باسي چې په دې کې کریمیا هم شامله ده.

دغه سیمه روسیې په ۲۰۱۴ کال کې له خپلې خاورې سره یو ځای کړه هغه څه چې د اورکرایني چارواکي یې تر بل هر وخت ډیر د ناټو سازمان کې د غړیتوب په فکر کې کړل.