خبرونهلوبې

د پاکستان کرکټ لوبډلې وروستیو ماتو پاکستاني کرکټ څارونکي او مینه وال غوسه کړي

کابل ټیلیګراف – ۲4 کب ۱۴۰۳ لمریز کال

د پاکستان کرکټ ملي لوبډله چې د کرکټ نړۍ یو له پیاوړو لوبډلو شمیر کیږي او یو خل یې نړیوال جام هم ګټلی دی په اوسمهال کې له سخت حالت سره مخ ده دې لوبډلې په خپلو وروستیو شپاړلس شل اوریزو سیالیو کې یوازې ۴ ګټلي او ۱۲ یې بایللي دي

دې لوبډلې چې په چمپنیز ټرافۍ سیالیو کې یې کوربتوب هم کاوه کومه لوبه ونه ګټله او چمپنینز ټرافۍ سیالیو بهر شوه

 تازه یې نیوزیلنډ سره په سریز کې د پنځو لوبو له لوبلړیو څخه دوه شوي چې دواړو کې یې له نیوزیلنډ سخته ماتې خوړلې ده په داسې حال کې چې پاکستاني کرکټ بورډ په دې سالیو کې خپل مخکښ لوبغاړي بابر عظم او لوبډلمشر محمد رضوان له لوبډلې کینولي دي خو بیا هم نتیجه ورنکړه او دواړه سیالۍ په ډیر ستر توپیر بایللی دي

پاکستاني کرکټ څارونکي پخواني لوبغاړي او د کرکټ مینه وال یې غوسه دي او د پاکستان کرکټ ملامتوي چې لوبډله یې د روابطو په اساس جوړه کړې ځکه یې په وروستیو کلونو کې لوبغاړي ښې لوبې نه ترسره کوي

د کرکټ پخواني لوبغاړي بیا وايي چې په اوس مهال کې پاکستانۍ لوبډلې ته لوبغاړي په وړتیا نه بلکې د خپلو اړیکو په زور راځي چې نتیجه یې معلومه ده دوي وايي لوبډلې د د خپل تاریخ په تر ټولو بد حالت کې قرار لري او که پام ورته ونشي نو تر دې به هم له بد حالت سره مخ شي.