خبرونهنړۍ

بلاول بوټو: افغانستان د ترهګرۍ مرکز ګرځیدلی

( کابل ټیلیګراف – ۲۹ کب ۱۴۰۳ لمریز کال )

د پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري ویلي چې افغانستان د ترهګرو پټنځای ځای ګرځېدلی او نړۍ باید د طالبانو د کردار نه خبره شي.

بلاول بھټو زرداري د دغه هېواد پارلمان ته د وینا پر مهال ویلي، کوم اور چې په پاکستان کې بل دی، شاوخوا اوسېدونکي دا فکر نه کوي چې دا اور به دوی ته ونه رسېږي.

هغه وویل: افغانستان د ترهګرو پټنځای ځای ګرځېدلی دی، نړۍ باید د افغان حکومت د کردار نه خبره شي، زموږ بهرنۍ تګلاره باید نور اغیزمن اقدامات وکړي او نړۍ ته دا ټولې چارې وښایي.

د هغه په وینا، نړۍ نشي کولی، ځان له دې سیمې نه جلا وساتي، د ترهګرو مالي مرسته کوونکو هویت هم معلومول پکار دي.

د پي پي مشر وویل: پیپلز پارټي د پاکستان نه د تندلارۍ او ترهګرۍ د ختمولو لپاره هر ډول مرستې ته چمتو ده، دا یو مهم قامي مسئله ده چې پکې اگر مګر ته ځای نشته.

بلاول بھټو زرداري د ترهګرۍ د ختمولو لپاره بې شرطه مرستې او کلک هوډ څرګند کړ.