افغانستانخبرونه

د تورخم لویه لار نن پرانیستل کیږي

( کابل ټیلیګراف – ۲9 کب ۱۴۰۳ لمریز کال )

په ننګرهار کې د طالبانو د والي مرستیال وایي، د تورخم لویه لار به نن ماسپښین یوه بجه پرانیستل شي.

مولوي عزیزالله مصطفی ویلي، چې دغه لار په تورخم کې د پاکستاني لورې لخوا د تورخم کمیسار ملا عبدالجبار حکمت سره د جرګې وروسته پرانیستل کیږي، خو دا یې نه ده واضحه کړې، چې لار د ترافیکو او که هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانیستل کیږي.

د تورخم لویه لاره ۲۶ورخې وړاندې د پاکستان لخوا د هر ډول تګ راتګ پرمخ وتړل شوه.

د دغه لارې د خلاصون په موخه څو ځله دواړه لورو ناستې وکړې، خو کومه پایله یې ورنکړه.