
کابل ټیلیګراف – ۲۹ حوت ۱۴۰۳
د طالبانو د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د ازبکستاني پلاوي سره په لیدنه کې پر ګډ کار او دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړي دي.
د طالبانو کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه وزارت سرپرست، هدایت الله بدري له ازبېکستاني پلاوي سره په خبرو کې ټينګار پر دې کړی چې هڅه کوي کورني او بهرني پانګوال په کانونو کې پانګونې ته وهڅوي.
یاد وزارت لیکلي، ازبېکستاني پلاوي چې مشري یې د دغه هېواد د جیالوژي او معدن وزارت سلاکار، بهزاد مرمودوف کوله، د طوطي میدان د ګازو پروسې او د میدان وردګ د خویش وسپنې کان په اړه خبرې وکړې او له کانونو وزارته یې د همکاریو غوښتنه وکړه.