خبرونهلوبې

د اسټرالیا مسلمان کرکټر یو ځل بیا د فلسطیني وګړو لپاره غږ پورته کړ

( کابل ټیلیګراف – ۲9 کب ۱۴۰۳ لمریز کال )

د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلي مسلمان لوبغاړي عثمان خواجه یو ځل بیا د فلسطینیانو پر ضد د بریدونو او سلګونو کسانو د شهادت په اړه غږ پورته کړ. 

هغه پخپل ایکس پاڼه لیکلي:  له کوم دلیل پرته اوربند مات شوی او په یوه ورځ کې له ۱۳۰ زیات ماشومان وژل شوي.

هغه زیاته کړه، فکر وکړئ، که دغه کړنه د مقابل لورې لخوا ترسره کېده، نو څومره غوصې به څرګندیدلې. خو د ټولو ژوند یو ډول نه دی، دا ماشومان به یواځې د تاریخ شمېرې جوړي کړي.

هغه لیکلي: دوی هم نومونه لري، میندې، پلرونه، خویندې او وروڼه لري لکه څنګه چې تاسو یې لرئ، موږ دا وحشت عادي نه شو نیولی.

د یادونې وړده، چې عثمان خواجه له دې وړاندې هم د فلسطینیانو سره په پوره توګه یووالي څرګند کړی وو.