
( کابل ټیلیګراف – ۲9 کب ۱۴۰۳ لمریز کال )
د سعودي عربستان په مکې معظمې ښار کې د رمضان المبارک میاشتې په جریان کې د عمرې ادا کوونکو د څارنې لپاره ۲۰۰ سمارټ سکرینونه نصب شوي دي.
سعودي چارواکي وایي، دغه چاره یې د عمرې ادا کوونکو د زیاتوالې له امله د امنیتي ترتیباتو د لا پياوړې کولو په موخه ترسره کړې، چې د ښار روان وضعیت څخه په مستقیم ډول څارنه او مدیریت ترسره کیږي.
د را پورو له مخې؛ دا عصري مرکز د حرم او نورو مهمو ځایونو پر امنیتي پلانونو عملي کولو او همغږۍ کې کلیدي رول لوبوي، چې په کې د عبادت کوونکو تګ راتګ، لویې لارې او نورې سیمې څآري، ترڅو د خلکو جریان خوندي وساتل شي او هر ډول بیړنۍ حالت ته سمدستي ځواب وویل شي.
کنټرول مرکز د مکې معظمې ۱۱ مهمو ننوتلو لارو سربېره له ۸ زیاتو امنیتي چیک پوسټونو څخه هم څارنه کوي.
د دغه را پور له مخې؛ امنیتي چارې په ۷ ځانګړو برخو وېشل شوي دي او دا عصري مرکز ۲۴ ساعته فعال دی.