خبرونهلوبې

د کرکټ افغان مینه وال: پر شفیق الله شفق د لګېدلي بندیز وخت پوره دی او بیرته باید کرکټ ته راشي

کابل ټیلیګراف – ۲۹ حوت ۱۴۰۳ لمریز کال

شفیق الله شفق چې په کرکټ د فاسد له امله پرې ۶ کاله بندیز لګیدلی و  پر هغه تور و چې په ۲۰۱۸ کال افغانستان ای پي ایل لیګ چې لومړی پړاو یې و او همدارنګه په ۲۰۱۹ کال بنګله دیش کرکټ لیګ کې فساد کړی او ویلي و چې شفیق الله شفق هم پرخپل جرم عتراف کړی چې وروستیو کې شفیق الله شفق په څو مرکو کې له رسنیو سره په خبرو کې وویلي و چې اعتراف یې د ډیر فشار له وجې د وخت د کرکټ بورډ رییس پرې کړی و

 اوس یې د بندیز موده پای ته رسیدلی چې کرکټ مینه والو یې پر ټولنیزو رسینو  یو کمپاین پیل کړی چې پکې افغان کرکټ بورډ غواړي چې نوموړي ته باید په کورنیو سیالیو کې د لوبېدلو چانس ورکړل شي او که ځان یې ثابت کړ باید په لوبډله کې  چانس ورکړل شي د دوي پر وینا چې افغان لوبډله اوس په لوبډله کې یو قوي فینیشر ته اړتیا لري او شفیق الله شفق چې پخوا یې هم دا رول په ښه ډول ترسره کړی دی د دې رول لپاره جوړ لوبغاړی دی

بل پلو شفیق الله شفق هم بار بار له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې له افغان کرکټ بورډ یې غوښتنه کړې چې په کورنیو سیالیو کې د لوبیدلو اجازه ورکړي خو په خبره یې چې خپل پخوانی د لوبډلې غړی او اوسنی د کرکټ بورډ رییس ورته وخت نه ورکوي هغه وايي د جمهوري حکومت تر سقوط وروسته یې غوښتنه وکړه چې باید دا هم په عمومي بښنه کې شامل شي خو وايي غږ یې چا وانه ورید بلکې د کرکټ بورډ چاروکي ورسره نه غواړي چې وګوري.

افغان کرکټ بورډ د کرکټ د مینوالو د دې غوښتنې په جواب کې لا تراوسه څه نه دي ویلي

شفیق الله شفق د خپلې تېز توپ وهنې او ښې ډګر ساتنې له امله د کرکټ په مینوالو کې شهرت لري او په افغانستان کې ډیر مینه وال لري چې کرکټ ته د هغه د بیرته راتګ لپاره شېبې شمېري.