
کابل ټیلیګراف – ۲۹ حوت ۱۴۰۳ لمریز کال
وروسته تر هغې چې د اسراییلو او حماس ترمنځ اوربند پای ته ورسید اسراییلو پر حماس سخت بریدونه و کړل چې نږدې پنځه تنه یې پکې ووژل حماس ویلي چې حالت ته په کتو به د اوربند دوهم پړاو سخت وي په داسې کې چې په زیات شمیر اسراییل د حماس سره یرغمل دي او اسراییل بار بار د خوشې کېدو غوښتنه کوي
په خپله یوه تازه وینا کې د اسراییل دفاع وزیر یسراییل کاټز خبرداری ورکړ، چې د یرغمل شویو کسانو د نه خوشې کېدو او له واک څخه د حماس د نه لرې کېدو په صورت کې به غزه په بشپړه توګه له منځه ولاړه شي.
د داړو لوریو یو پر بل نیوکه کیږي چې دوهم پړاو اوربند یې مات کړ حماس ویلی چې په دغو بریدونو سره د دوی او اسراییل ترمنځ اوربند نور مات دی.
خو د اسراییل د لومړي وزیر دفتر بیا ویلي، دا اقدام حماس ته ځواب و، چې په غزه کې د بندي شویو کډوالو خوشې کولو ته تیار نه دی.
له دې سره، فلسطیني چارواکو بیا ویلي چې د اسراییلو په وروستیو بریدونو کې د حماس څلور جګپوړي غړي وژل شوي دي په بریدونو کې د فلسطین حکومت د چارو تعقیب رییس عصام الدعلیس، د عدلیې وزارت مرستیال احمد الحته، د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمود ابو وطفه او د فلسطین د کورني امنیت رییس بهجت ابو سلطان وژل شوي. که څه هم د امریکا په منځګړیتوب هڅې روانې دي چې د حماس او اسراییلوترمنځ به د دوي ترمنځ د جنګ روانه کشاله ختمه شي خو د اسراییلو وروستیو بردونو ته په کتو چې امریکا یې هم ملاتړ کړی ده د چارو شنونکي وايي چې تمه نه کیږي چې د سولې دا هڅه دې بریالۍ شي ځکه په خبره یاد اوربند د سولې لپاره یو فرصت او باور ورامنځته کړی و چې په خبره یې پای ته ورسیدې