خبرونهنړۍ

د روسیې او اوکرین ترمنځ د اوربند پیل د بندیانو په تبادلې وشو

کابل ټیلیګراف – ۲۹ حوت ۱۴۰۳ لمریز کال

وروسته تر هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل روسیې سیال ولادیمیر توتین سره تېلیفونې خبرې وکړئ د یادو خبرو څو ساعته وروسته د دواړو له لوري د اوربند پرېکړه ومنله شوه چې پکې لومړی یې روسې او اوکرایني چارواکو د متحده عربي امارتو په منځګړیتوب د ۱۷۵ بندیانو تباله کړې چې د اوکراین ولسمشر تر ټولو ستره د بندیانو تباله ګڼلې ده

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر اېکسپاڼه لیکلي چې دا تبادله د خپل ډول ترټولو لویه تبادله وه ۲۲ اوکراینیان سخت ټپیان شوي جنګیالي وو او هغه کسان وو چې روسیې د جعلي جرمونو له امله نیولي و زیلینسکي زیاته کړې دوی ټول به سمدلاسه اړینې طبي او رواني مرستې ترلاسه کړي.

د روسیې دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ۲۲ تنه بندیان چې بیړنۍ طبي پاملرنې ته یې اړتیا لرله د ښه نیت په توګه اوکراین ته سپارل شوي.

د روسیې د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په تبادله کې خوشې شوي روسي سرتیري له بیلاروس څخه د نورې درملنې لپاره روسیې ته انتقال شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ کرملین ماڼۍ اعلان وکړ، چې له ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې ولادیمیرپوتین د امریکا د ولسمشر له وړاندیز سره موافقه کړې، چې د روسیې او اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو به د ۳۰ ورځو لپاره دوه اړخیز بریدونه ودروي او روسیې پوځ ته یې امر وکړ چې دا کار عملي کړي.

په دې ټیلیفوني خبرو کې پوتین د چار شنبې په ورځ له ۱۷۵ اوکرایني بندیانو سره د ۱۷۵ روسي بندیانو د تبادلې اعلان کړی و چې نن عملي هم شو

د امریکا ولسمشر په دې وروستیو کې هڅې پیل کړي تر څو د روسیې او اوکراین ترمنځ د جنګ روانه کشاله پای ته ورسوي چې دا یې د اوربند لومړی پړاو دی چې پکې د دواړو لوریو بندیان تباله شول