افغانستانخبرونه

امریکا ته د افغانانو د لیږد پروسې پر بیا پيل ټینګار

کابل ټیلیګراف – ۳۰ حوت ۱۴۰۳ لمریز کال

د امریکا سناتورې جین شاهین د دې هیواد د بهرنیو چارو له وزارت په یو لیک کې غوښتنه کړې چې پر هغې افغانانو د سفر محدودیت بیرته ختم کړي چې د امریکا د سفر ویزې ورسره دي

هغې په دې لیک کې زیاته کړې چې افغانانو د دوي سره په همکارې خپل ژوند په خطر کې اچول او باید چې اوس یې دوي مرستې له یاد ونه باسي.

د امریکا د سنا دغې غړې ویلي، چې اوس مهال ۵۷۵۲ امریکا ته د کډوالۍ د ځانګړې ویزې غوښتونکي او د دې ویزې اخیستونکي په افغانستان، پاکستان، قطر او البانیا کې مېشت دي، چې یو شمېر یې د امریکا د پوځ د فعالو منسوبینو د کورنیو غړي دي.

هغې وویل، چې د امریکا د ژمنې سره سره دا خلک په نورو هېوادونو کې بند پاتې دي چې اوس مهال د سختو ستونزو سره مخ دي او باید امریکا ته د تګ اجازه ورته ورکړل شي

د دغې سناتورې په وینا، د ټرمپ د اجراییوي فرمان له صادرېدو وروسته د دې هېواد ډير پخواني همکاران یې له امله بند پاتې دي په داسې حال کې چې د هغې د راتلو هیڅ موانع شتون نلري

هغې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته په خطاب کې ویلي د ۲۰۲۱کال له اګسټ وروسته په افغانستان کې ډېری هغه کسان وژل شوي، چې د امریکا لپاره یې خپل ژوند په خطر کې اچولی نو پکار ده چې اوس یې موږ د کورنۍ د غړیو لاسنیو او د هغوي قربانې ته قدردانی وکړو

سناتورې شاهین د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته ویلي موږ باید پر خپلې ژمنې ولاړ اوسو. زه په ډېر درناوي له تاسو څخه غوښتنه کوم، چې د دې اشخاصو لپاره اوږدمهاله ملاتړ ته دوام ورکړئ او د هغو د محدودیتونو د لېرې کولو لپاره اړین ګامونه پورته کړئ، چې د ځانګړې کډوالۍ ویزې غوښتونکو او لرونکو ته متحده ایالاتو ته د سفر مخه نیسي.”

هغې د دې یادو افغانانو تګ امریکا ته د امریکا اخلاقي مسولیت بللی دی او ویلي چې باید ترسره یې کړو

شااو خوا اونۍ وړاندې سي بي اېس نیوز راپور ورکړی و، چې د زرګونو افغانانو چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې، امریکا ته د ننوتو مخه نیول شوې ده چې  په دې سره زرګونه تنه په افغانستان،پاکستان،ایران او یو شمیر نورو هیوادنو کې مشت امریکا د تګ لپاره منتظر افغانان یې د ناهیلې سره مخ کړل ځکه پر وینا یې وطن تللی نشي او په کوم هېواد کې چې دوي ژوند کوي هره ورځ په دې ډار تېروي چې په زور به له دې هیوادونو وویستل شي او یا به بندیان شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا تر دې مهاله د جین شاهین د دې غوښتنې په ځواب کې څه نه دي ویلي.