
( کابل ټیلیګراف – ۳۰ کب ۱۴۰۳ لمریز کال )
د روژې مبارکې میاشتې د درېیمې لسیزې له پیل وړاندې په منځني ختیځ کې بیت المقدس ته د مسلمانانو د ورتګ په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.
د راپور له مخې، د چهارشنبې په ورځ د اقصى په جومات کې ۷۰ زره مسلمانانو د ماخستن او تراويح لمونځونه ادا کړل.
هر کال زرګونه مسلمانان د رمضان په وروستۍ لسيزه کې د اقصى جومات ته ورځي.
د رمضان وروستۍ جمعه د “يوم القدس” په توګه لمانځل کېږي.
د یادونې وړده، چې د اقصى جومات انتظام د اردن د حکومت په لاس کې دی، خو د اقصى جومات شاوخوا امنيتي مسؤلیت بیا اسرائیل په غاړه لري.