خبرونهنړۍ

خیبرپښتونخوا؛ روان کال نږدې هره ورځ یو پاکستانی پولیس وژل شوی

( کابل ټیلیګراف – 30 کب ۱۴۰۳ لمریز کال )

د را پورونو له مخې؛ په خیبر پښتونخوا کې د روان لمریز کال په ترڅ کې پوليسو باندې ۶۸ بريدونه شوي، چې په ترڅ کې ۲۶ پولیس وژل شوي او دیرش نور ټپيان شوي دي.

د دغه را پور له مخې؛ په ځوابي بريدونو کې ۶۹ وسله وال مخالفین هم وژل شوِي دي.

د راپور له مخې، روان کال په جنورۍ کې ۲۹، فبرورۍ کې ۲۴ او روانې مياشتې په ترڅ کې تر اوسه ۱۵ بريدونه شوي دي، چې د بریدونو په پایله کې د پولیسو لس موټرې هم تخریب شوي دي.

راپور وايي چې روان کال تر اوسه ۱۶ څلور لارو او ۷ تاڼو باندې ترهګريز بريدونه شوي دي.

د راپور په وينا، روان کال وسله والو ۹ پوليس پارټيو باندې بريدونه کړي دي.

د پولیسو لخوا جیونیوز سره شریک شوي د دغه را پور په اړه تر اوسه وسله والو ډلو څه ندي ویلي.