خبرونهنړۍ

د اسرائیلو د برید په ترڅ کې غزه کې د ملګرو ملتونو ۶ کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

( کابل ټیلیګراف – 30 کب ۱۴۰۳ لمریز کال )

د غزې په دير البلح سيمه کې د ملګرو ملتونو پر مرکزي دفتر د اسرائيلو په بريد کې د ملګرو ملتونو يو بهرنی کارکوونکی وژل شوی او ۵ نور ټپیان دي.

د غزې د روغتيا وزارت ویلي، د دغه پېښه ټپيان د دیر البلح د شهداء الاقصی روغتون ته لېږدول شوي، خو یو بل ټپي هم د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې.

په ورته وخت کې اسرائيلي پوځ د دير البلح په سيمه کې د ملګرو ملتونو پر ودانۍ د بريد تورونه رد کړي.

د عربي رسنيو او بهرنيو خبري اژانسونو لخوا ورکړل شويو انځورونو او ويډيوګانو کې لیدل کیږي، چې ټپي شوي بهرنيان د ملګرو ملتونو په موټر او امبولانس کې روغتون ته لیږدول کیږي.

په ورته وخت کې د اوربند تړون څخه د سرغړونې وروسته د اسرائیلو په بریدونو کې تر دې دمه په غزه کې ۴۳۰ تنه وژل شوي او ۶۵۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

د غزې د روغتيا وزارت په وينا، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې نېټې څخه تر اوسه د اسرائيلو د تيري په پايله کې په غزه کې ۴۹ زره ۵۴۷ کسان شهيدان او يو سل ۱۲ زره ۵۴۷ کسان ټپيان شوي دي.