افغانستانخبرونه

۱۴۰۳ کال د ترافیکي پېښو له امله د افغانانو لپاره خونړی کال و

کابل ټیلیګراف – ۳۰ کب ۱۴۰۳ لمریز کال

افغانستان چې د ترانسپورتي سیستم یې ډير پرمختللی نه دی او تر ډيره یې خلک په بیلابیل ډوله موټرو کې له یو ولایت څه بل ولایت ته او یا هم د ښآر څخه ولسوالیو ته سفر کوي د نورو کلونو په پرتله سږکال هم پکې د ترافیکي پېښو له پلوه خونړ کال و

د طالبانو حکومت له لوري ورکړل شوي معلومات ښايي چې په دې کال کې تر ۲۰۰۰ زیاتو کسانو په ترافیکي پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او سلګونو نور پکې ټپیان شوي دي چې دا شمیره تر نورو وختونه زیاته ده

ننګرهار چې د ترانسپورت له پلو یو له مصروفو ولایتونو څخه شمیر کیږي او د کابل جلال اباد او جلال اباد تورخم او کونړ جلال باد لارې پرې پرتې دي تر ډيره د ترافیکي پېښو سره مخ لارې ده او یو له هغې ولایتونو دی چې تر ډيره یې نورو ولایتونو او ولسوالیو ته په پرتو لارو ډيرې ترافیکي پېښې پکې ثبت کیږي.

په دې ولایت کې په تېر کال کې د معلوماتو په اساس د ۱۴۰۳کال راهیسې په ننګرهار کې ۱۹۶ ترافیکي پېښې ثبت شوي، چې له امله یې ۹۶ کسان مړه او ۴۶ نور ټپیان شوي دي.

نور محمد چې په کابل جلال اباد د لارې په اوږدو کې د ټکر له امله یې دوه پېښې له لاسه ورکړي وايي موټر وان یې په موبیل په خبرو مصروف و چې یو دم ترې موټر د بل غټ موټر سره ولګید وايي موټروان او دوه نورو مسافرو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ خو له ده یې دواړه پېښې کټ کړئ چې یوې وړې غلطې یې ټول ژوند وربل کړ.

همدا ډول نور مسافر او د افغانان وايي چې د موټر چلونکو د بې احتیاطۍ له امله یې په ترافیکي پېښو کې ډیری وطنوال خپل ژوند له لاسه ورکوي

دا کال د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو شاهد و خو د ننګرهار کابل، ننګرهار تورخم، کابل مزار، کابل هرات، کابل کندهار او کابل غزني لویې لارې بیا تر ډيره د ترافیکي پېښو شاهدې وې چې ډيری مسافرو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی او یا شدید ټپیان شوي دي

طالبانو د ترافیکي پېښو د کموالي په خاطر بار بار ویلي چې یو منظم سیستم به جوړ کړي خو تر دې مهاله یې په دې اړه کوم ځانګړی اقدام نه دی کړی