
کابل ټیلیګراف – ۳۰ کب ۱۴۰۳ لمریز کال
په افغانستان کې د نوي کال لومړۍ ورځ په داسې حال کې تېره شوه چې د دې ورځې لمانخل پکې د طالبانو لوري منع او حرام کڼل شوي پخوا به د نوروز جشن په ټول هیواد په ځانګړي ډول په مزار کې په شاندارو مراسمو سره لمانځل کیده خو د طالبانو په راتګ سره په هغې جشن هم بندیز ولګید
افغان مېرمنې وايي چې په وطن کې پر دوي یو بل تیاره کال ه تېر شو خو په ژوند کې هیڅ تغیر رانغی او ورځ تر بلې پرې سختۍ تېریږي.
وايي د زده کړو کار حق ترې اخیستل شوی د ژوند کولو هیڅ داسې هیله نه ده ورپاتې چې دوي دې د خوښۍ لپاره په تمه شي
شبنم چې په ننګرهار کې د طبي نیمه لوړو زده کړو یوه زدکړیاله ده وايي په وروستي سمستر کې یې طالبانو انسټیوټ بند کړ چې په خبره یې خپلو رسیدلې هیلې یې ورته په اخر کې ختمې کړئ په خبره یې د دوي لپاره یو سپیره او د هیلو یو قاتل کال و ښه دی چې تېر شو او بل داسې کال دې رب نه راولي چې په دوي پکې بل محدودیت وضع شي.
نبیلا د کابل په شهرنو سیمه کې د یو سینګارتون مسوله وه وايي د دې سربیره پکې شپږو نورو ښځینو هم کار ورسره کاوه چې په خبره یې د ژوند ښه چاره یې روانه وه خو د طالبانو له لوري پرې د سینګارتون له تړل کېدو وروسته یې اوس ژوند له مشکلاتو سره لاس او ګریوان دی وايي کور ته ورته خلک راځي خو په خبره یې کاروبار د پخوا پشان نه دی او یوازې هغه خلک ورته راځي چې ورسره پیژني نبیلا زیاتوي په دې کار یې د کور مصارف نشي پوره کولی نو ځکه له دې کال هیڅ ښه خاطره نلري او دعا کوي چې داسې بل کال دې پر افغان انجونو رانشي.
عسل په ننګرهار کې د یو دولتي ښوونځي زده کوونکې ده وايي ۱۲۸۱ ورځې په توره تیاره کې تېرې کړئ او تمه یې وه چې د خپلو هیلو ولاړ مزل بیا پیل کړي خو وايي ویره لري چې دا کال به هم د تېر پشان په تیاره کې پرې تېر شي او د هیلو یو بل قاتل کال به یې وي وايي د هره شپه په دې اومېد سبا کوي چې طالبان به پرې رحم وکړي او د مکتب د تلو اجازه به ورکړي خو زیاتوي کال تېر شي او بل راشي خو هیلې یې هیلې پاتې شي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو شازدافیرې کرن ډګر او د ملګرملتونو ځانګړی راپور ورکونکی رېچارډ بېنېټ چې افغانستان ته د ورتګ بندیز هم پرې لګیدلی افغانانو ته د نوي کال مبارکي ورکړې
طالبان چې د نوروز لمانځل حرام بولي تر دې مهاله پورې په اړه کوم څه نه دي ویلي او نه یې د نوي کال کې د انجونو او افغان مېرمنو لګیدلي بندیزونو په اړه کوم څه ویلي دي.