
( کابل ټیلیګراف – د وري لومړۍ ۱۴۰۴ لمریز کال )
طالبانو د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې طالبانو په ډزو کې درې عام وګړي وېشتي، چې له امله یې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.
یوې سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: دغه پېښه تېر ماښام د روژه ماتې لږ مخکې د قرغیو ولسوالۍ په احمدزیو سیمه کې رامنځټه شوه.
د دغه سرچینې د معلوماتو له مخې؛ یاد طالبان چې کابل کې یې دنده درلوده، د لفظي شخړې وروسته په خلکو ډزې وکړې، چې په پایله کې یې یو تن ځآی پر ځای ووژل شو او یو بل د درملنې په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته ولیږدول شول.
د سرچینې په وینا، وژل شوی کس غریبکاره وو او هیڅ ډول کوم جرم نلري.
تر اوسه په دې اړه طالبانو څه ندي ویلي.