
( کابل ټیلیګراف – د وري لومړۍ ۱۴۰۴ لمریز کال )
د تورخم لویه لار چې ټاکل شوې وه، نن د جمعې په ورخ به د مسافرینو پرمخ پرانیستل شي، د سرچینو د معلوماتو له مخې نن به د تګ راتګ پرمخ تړلي وي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ پاکستاني لورې په تورخم کې طالبانو ته خبر ورکړی، چې د دوی سکینرونه او نورې تخنیکي برخې لا چمتو نه دي او له همدې امله به نن جمعه هم یاده لویه لار د مسافرینو پرمخ تړلي وي.
په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ هم تائید کړې، چې یاده لار به نن هم د مسافرینو پرمخ تړلي وي.
د یادونې وړده، چې له نن څخه ۲۸ ورخې مخکې د پاکستان لورې لخوا د تورخم لار د هر ډول تګ راتګ پرمخ وتړل شوه، خو دوه ورځې وړاندې د ترانیزیټ پرمخ پرانیسته.