
( کابل ټیلیګراف – د وري لومړۍ ۱۴۰۴ لمریز کال )
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د خیبرپښتونخوا په دیره اسماعیل خان کې یو پوځي افسر وژل شوی او درې نور ټپيان شوي دي.
د را پورونو له مخې؛ د دیره اسماعیل خان په کلاچي سیسمه کې دغه پاکستاني پوځیانو ته د دغه هېواد د طالبانو تحریک په یوه کمین کې مرګ وژبله اوښتې ده.
پاکستاني چارواکو هم یاده پېښه تائيد کړې او زیاته کړې، د دوی په ځوابیه برید کې د پاکستان د طالبانو تحریک لس غړي یې هم وژلي دي.
خو د پاکستاني طالبانو تحریک بیا د پاکستان د پوځ یاده ادعا رد کړې.