خبرونهنړۍ

شمالي کوریا د تر ټولو عصري ضد هوایي توغنديو ازموینه وکړه

( کابل ټیلیګراف – د وري لومړۍ ۱۴۰۴ لمریز کال )

د شمالي کوریا رسنۍ وایي، د دغه هېواد د رهبر کیم جونګ ان په حضور کې شمالي کوریا د تر ټولو عصري ضد هوایي توغندیو ازموینه په بریالیتوب ترسره کړه.

کیم جونګ ان دغه توغندي ډیر د باور وړ بللي دي.

د دولتي خبري اژانس KCNA د را پورو له مخې؛ کیم جونگ ان د دې توغندیو ازموینې څخه ستاینه کړې او ویلي، ازماېښت وښودله چې دغه توغندي خورا د باور وړ دي.

ویل کیږي، د دغه توغندیو د تولید چارې له وړاندې پیل شوې، خو په را پور کې د ازماېښت سیمې او واټن ویشتلو په اړه معلومات ندي ورکړل شوې.

شمالي کوریا په داسې حال کې تر ټولو د عصري توغندیو ازماېښت ترسره کوي، چې سویلي کوریا او امریکا د فریډمن شیلډ په نوم ګډ کلني نظامي تمرینات پیل کړي.