
( کابل ټیلیګراف – د وري لومړۍ ۱۴۰۴ لمریز کال )
په هرات کې له ۲۵ زرو څخه زیاتو کسانو پرون د روژې مبارکې شلم روژه ماتی په یو دسترخوان سره ترسره کړ.
دا دسترخوان د قدرت د شپې په مناسبت د دې ولایت د سوداګرو او خیریه بنسټونو له لوري په یوه عامه سړک باندې غوړول شوی و.
په هرات ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي احمد الله متقي د دې مراسمو له جوړوونکو ستاینه کړې او د خلکو ترمنځ پر یووالي او اتفاق یې ټینګار کړی.
هغه وویل چې د خلکو د پراخه ګډون او ګڼې ګوڼې یو لامل د امنیت ټینګښت دی.
نوموړی وایي، دا ډول د خلکو راټولیدل په نړۍ کې بې ساری اقدام دی او اړتیا ده، چې د افغانستان ملت د یو بل منلو او د نفاق او تفرقې مخنیوي لپاره هڅې وکړي.