
( کابل ټیلیګراف – د وري دویمه ۱۴۰۴ لمریز کال )
وروسته تر هغې چې څو ورځې وړاندې د بلوڅو ازادۍ غوښتنکو د دې هېواد پر یو ریل ګاډي برید وکړ او په زیات شمیر پاکستاني وړګي او د پوځ کارکونکي یې برمته کړل او وایې وژل په اقدام کې د پاکستان حکومت د دوي پر ضد علمیات پیل کړي چې د بښنې نړیوال سازمان ورته په ایشارې سره ویلي د پاکستان حکومت دې بلوچستان کې د بلوڅانو له بې قانونه نیولو او بندي کولو لاس واخلي.
د بښې نړیوال سازمان د سویلې اسیا څانګې پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، په بلوچستان کې د بلوڅانو د غیري قانوني نیونو په دوام تېره ورځ د «د بلوڅو د یوالې غورځنګ» مرکزي کمیټې غړې بیرګ بلوڅ او د هغې ورور حمال بلوڅ د ترهګرۍ ضد چارواکو له لوري له خپله کوره ایستلي او بندیان دي او همدارنګه د ورکو شویو کسانو د کورنۍ د دوو ښځو په ګډو پنځه تنه غړي هم دوه ورځې وړاندې نیول شوي او بندیان دي.
یاد سازمان وايي، په بلوچستان کې د غیرقانوني توقیفونو او نیولو لړۍ بشري حقونو له مکلفیتونو د پاکستان د سرغړونې په توګه د بلوچ فعالینو او مخالفینو په نښه کولو د ځورونکې نمونې یوه برخه ده چې باید ودرول شي
د بښنې نړیوال سازمان وايي، حکومت د هغو بلوڅانو په وړاندې ظالمانه عمل کوي، چې د خپلو ورکو خپلوانو د برخلیک په اړه ځوابونه غواړي.
بل پلو د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي چې په پاکستان کې له بل هر وخت له بشري حقوقو سرغړونه زیاته شوې چې باید ودریږي او تر څنګ یې غوښتنه کړې چې د دې هېواد په بند کې پخوانی لومړی وزیر عمران خان دې هم له بند خوشې کړای شي.
پاکستاني حکومت د بښنې نړیوال سازمان او زلمي خلیلزاد د دې څرګندونو په غبرګون کې تر اوسه څه نه دي ویلي.