
( کابل ټیلیګراف – د وري دویمه ۱۴۰۴ لمریز کال )
عبدالله شاکر چې د پلار تر وژل کیدو وروسته یې د پلار پشان په پاکستاني حکومت او ملایانو سختې نیوکې شروع کړئ تازه یې د جمعې ورځې د خطبه په یو بیان کې ویلي چې پلار یې د دین لپاره قرباني شو او دی به یې هم لاره تعقیب کړئ
عبدالله شاکر د پلار تر وژل کېدو وروسته په هغه مسجد کې چې پلار یې پکې ترور شوی و او تر دې مخکې به پکې د نوموړي پلار امامت کاوه د جمعې ورځې خطبه وکړه او له خلکو یې وغوښتل پخپله قران زده کړي او د مولاینو د مزاج دین دې نه تعقیبوي.
هغه زیاته کړه “ملایان هغه څه وايي چې د دوې په ګټه وي او خلکو ته د اسلام سمه لاره نه ښايي.”
د مفتي منیر شاکر زوی د خپل پلار په شان پر ځینو ملایانو سختې نیوکې کوي او وايي، ملا او مفتي له قران سره خیانت کوي.
نوموړی وايي: “ټولنه په غلطه روانه ده، نن فساد شته، ظلم کیږي، بې ګناه کسان وژل کیږي، نو دا په دې مانا چې په غلطه روان یو. دا ځکه چې په ټولنه کې خلکو ځانته د پير په شکل، د مرید په شکل، د ملا په شکل، د مفتي په شکل، د مشر په شکل ځانته خدایان ټاکلي ځکه پر قران نه راټولیږي.”
نوموړی وايي، ملایان دې پر فرقو د خلکو له ویشلو او په خپل مزاج سره برابر د قران له مانا کولو لاس واخلي.
عبدالرحمان شاکر وايي، پر منبر ناست کسان د خلکو نظریي تغیروي او ترمنځ یې مخالفتونه پیدا کوي.
د نوموړي په خبره چې اوسنیو مولایانو په بیلابیلو نومونو ځانته ډلۍ جوړئ کړي چې په لوي لاس یې دین په برخو ویشلی په داسې حال کې چې دین یو دی او باید خلک د مولایانو په ډلو ټپلو پسې لاړ نشي.
د یادونې وړه ده چې مشهور دیني عالم مفتي منیر شاکر د تېرې شنبې په ورځ مسجد ته د تللو پر مهال په یوه چاودنه کې سخت ټپي او بیا یې روغتون کې ساه ورکړه