
کابل ټیلیګراف – ۳ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو ټولګټو وزارت وایي، تېر ۱۴۰۳ لریز کال کې یې د ۱۹۸ پراختیایي پروژو چارې پیل کړي چې ډېرې بشپړې شوي او د ځینې یې کار روان دی.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په دغو پروژو کې ۵۴ یې د سړکونو او اوسپنیزې کرښې، ۱۶ د ترافیکي علایمو د نصبولو، ۱۴ یې د جوماتونو، ۱۴ د واورې پاکولو، ۴۳ د سړکونو د ساتنې او څارنې او ۶۰ پروژې د اجناسو د تدارکاتو په برخه کې دي.
ټولګټو وزارت لیکلي چې دغه وزارت یو له مهمو او سکټورې وزارتونو څخه دی چې د سړکونو، پلونو، پلګوټو، اوسپنیزې کرښې، د سړکونو د ساتنې او څارنې، د لویو لارو په اوږدو کې د جوماتونو رغولو او د ترافیکي علایمو د نصبولو مسوولیت پرغاړه لري.
دغه وزارت د سړکونو، پلونو، اوسپنیزې کرښې، د سړکونو ساتنې، د ترافیکي علایمو، او جوماتونو د رغولو برخو کې فعالیتونه ترسره کړي دي.