افغانستانخبرونه

د نږدې ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د نورستان قیمتي ډبرې وپلورل شوې

( کابل ټیلیګراف – د وري درېیمه ۱۴۰۴ لمریز کال )

په نورستان ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیمو ریاست مسؤلین وایي، د ازادۍ بولۍ له لارې د نږدې ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د دغه ولایت قیمتي ډبرې یا بیروج وپلورل.

د دغه ریاست د معلوماتو له مخې؛ د نورګرام ولسوالۍ اړوند ۱۵ کیلو بیروج د لس میلیونه او نهه سوه دوه څلوېښت زره افغانیو په ارزښت پلورل شوي.

د یادونې وړده، چې څه موده وړاندې په پنجشیر ولایت کې هم قیمتي ډبرې د ازادۍ سیالۍ له لارې پلور شوې وې.