
کابل ټیلیګراف – ۳ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د مدافعانو ځانګړې راپور ورکوونکې، ماري لاولر، د پاکستان په بلوچستان کې د بشري حقونو مخکښې فعالې مهرنګ بلوچ د نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
هغې پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې بلوچ او ځينې نور کسان د “اعتراضونو د ځپلو” په لړ کې په بلوچستان کې نیول شوي دي.
د راپورونو له مخې، پولیسو د کویټې په ښار کې مهرنګ بلوچ هغه مهال نیولې ده، چې هغې د بشري حقونو د نقض په اړه د لاریونونو مشري کوله.
بلوچستان د اوږدې مودې راهیسې د بشري حقونو د سرغړونو له امله د نړیوالو سازمانونو تر څار لاندې دی، مهرنګ بلوچ نیول کېدل ښيي چې د مدني فعالانو د غږ غلي کولو ته امنیتي ځواکونه هڅې کوي.
د ملګرو ملتونو اندېښنه د دې ښکارندویي کوي چې موضوع نړیوال انعکاس موندلی، چې دا ممکن د پاکستان حکومت ته دیپلوماټیک فشار زیات کړي.