افغانستانخبرونه

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر محمد صادق خان سره پر ترانزیټي مسایلو خبرې کړي

کابل ټیلیګراف – ۳ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلی چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د افغانستان لپاره د پاکستان حکومت له ځانګړي استازي محمدصادق خان سره وکتل.

خبرپاڼه کې زیاتوي، په دې کتنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټي ستونزو پر ارزونه، پر اقتصادي اړیکو د سیاسي کړکېچونو د اغېزو په مخنیوي او یو شمېر نورو مهمو اقتصادي موضوعاتو خبرې شوې.

یاد وزارت زیاته کړې، دې کتنه کې کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر د مرستیال په سفر، یاد هېواد ته د طالبانو د پلاوي په ورتګ، د سوداګرۍ پر وړاندې د شته خنډونو په ارزونه او د موسمي اړتیاوو د پوره کېدو سربېره د افغانستان په اقتصادي وده هم خبرې شوې دي.

دا لیدنه په داسې حال کې کېږي چې افغانستان له پاکستان سره د سوداګرۍ پر وړاندې له خنډونو شکایت لري، په ځانګړي ډول د بندیزونو، تعرفو، او د سرحدي لارو ستونزو له امله.

پاکستان غواړي چې د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا ته اقتصادي لارې پیدا کړي، خو سیاسي اختلافات ممکن خنډونه جوړ کړي خو طالبان هڅه کوي اقتصادي انزوا کمه کړي، او د پاکستان له لارې د سیمه‌ییزو اړیکو ښه کولو ته پام کوي.