افغانستانخبرونه

طالبان: تېر لمریز کال کې څه باندې ۲.۶ میلیونه برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوي

کابل ټیلیګراف – ۳ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، په ۱۴۰۳ کال کې ۲ میلیونه او څه‌باندې ۶۳۴ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي.
د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې ‎له ډلې یې یو میلیون او نږدې ۹۳۰ زره نارینه او څه‌باندې ۷۰۵ زره تذکرې ښځینه‌وو ته وېشل شوې دي.
سرچېنې د معلوماتو له مخې، تېر کال په کابل کې نږدې ۶۶۰ زره، په هرات کې څه‌باندې ۲۰۰ زره، په کندهار کې ۱۹۰ زره، په بلخ کې نږدې ۱۷۲ زره او په ننګرهار کې څه‌باندې ۱۱۷ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د الکترونیکي تذکرو وېش بهیر له پیل تراوسه ۱۵ میلیونه او څه‌باندې ۴۶۸ زره هېوادوالو ته الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي.