کابل ټیلیګراف – ۳ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وایي چې د اقلیمي بدلونونو له امله د افغانستان یخچالونه په چټکۍ سره د ویلې کېدو په حال کې دي.
اقلیمي بدلونونه د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې پراخې اغېزې لري، چې افغانستان هم ترې مستثنا نه دی. دا بدلونونه د انسانانو، چاپېریال، اقتصاد، کرنې او د ژوند بڼې ته جدي ګواښونه رامنځته کوي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د افغانستان د طبیعي یخچالونو د ساتنې پر اهمیت ټینګار کړی دی.
دغه سازمان د اوبو د نړۍوالې ورځې په مناسبت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د افغانستان یخچالونه د کرنې او شاوخوا سیمو لپاره د اوبو د تامین حیاتي سرچینې ګڼل کېږي؛ خو د اقلیمي بدلونونو له امله په چټکۍ سره د ویلي کېدو په حال کې دي.
د دغه سازمان په وینا، له دغو اوبیزو سرچینو ساتنه، د اوبو له نړۍوال کړکېچ سره د مبارزې او د اقلیمي بدلون د اغېزو د کمولو لپاره حیاتي اقدام شمېرل کېږي.