
( کابل ټیلیګراف – د وري4مه ۱۴۰۴ لمریز کال )
د کاناډا نوي ټاکل شوي لومړي وزیر مارک کارني په دغه هېواد کې د وخت نه مخکې د ټاکنو د ترسره کېدو اعلان کړی.
هغه ویلي، په دغه هېواد کې به ټاکنې د اپریل په ۲۸مه ترسره شي، ترڅو له ټولو صلاحیتونو سره واکمن حکومت رامنځته شي.
له وخت مخکې د ټاکنو ترسره کېدو په موخه به د کاناډا پارلمان منحل شي او د ۳۴۳ څوکیو لپاره به د د لیبرال او کنزرویټیو ګوندونو ترمنځ سیالۍ ترسره شي.
د یادونې وړده، چې د کاناډا د حاکم لیبرال ګوند مشر مارک کارني د مارچ په ۱۴مه د دغه هېواد د ۲۴م لومړي وزیر په توګه د دندې لوړه وکړه، چې ورسره جوخت د مخکیني لومړي وزیر جسټن ټروډو نږدې ۱۰ کلن واکمنۍ پای ته ورسېده.
جسټن ټروډو د جنورۍ په میاشت کې د لومړي وزیر له دندې د استعفا اعلان کړی وه.