
( کابل ټیلیګراف – د وري4مه ۱۴۰۴ لمریز کال )
د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلي پخوانی الرونډر عرفان پټان په سږني ای پي ایل کې د تبصره کولو یا کمنټرۍ کولو څخه منعه شوی دی.
له له کرکټ څخه د تقاعد اخیستو وروسته دا لومړی ځل دی چې عرفان پټان له کمنټرۍ کولو څخه منعه کیږي.
د ټایمز آف انډیا د یو راپور له مخې، عرفان پټان د تبصرو یا کمنټرۍ له برخې ځکه لرې کړای شوی دی، چې هغه ځینو پخوانیو لوبغاړو سره پخوانۍ کینه ساتله او د تبصرې پر مهال به یې څو کلن مخکیني اختلافات پالل.
د هندي رسنیو په وینا، په عرفان پټان تور دی، چې په ځینو لوبغاړو طنز هم کوي.
تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر کمنټري کوونکي د ورته کړنو له امله له تبصره کولو منعه شوي دي.