افغانستانخبرونه

مجاهد: د واخان سړک دویمه مرحله او د کاسا-۱۰۰۰ پروژه سږ کال پیل کیږي

( کابل ټیلیګراف – د وري 5مه ۱۴۰۴ لمریز کال )

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، سږ کال به د واخان سړک دویمه مرحله او د کاسا-۱۰۰۰ پروژي چارې پیل شي.

مجاهد په کندهار ولایت کې د دوو ځمکني ترانسپورټ ترمینلونو د پرانیستې مراسمو پر مهال وویل: په هېواد کې په بېلا بېلو برخو کې په اقتصادي پروژو کار روان دی او په دغه برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

هغه زیاته کړه، په دغه پروژو کې د ټاپي، د مس عینک مسو کان، د غوریان اوسپنې کان، او د قشقري تېلو حوزه شاملي دي.

هغه وایي، په نږدې راتلونکي کې به د “افغان ټرانس” پروژې کار هم پیل شي.