
کابل ټیلیګراف، ۵ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي، په دغه هېواد کې د لاریونونو له پیل راهیسې په ټول هیواد کې له ۱۱۰۰ څخه ډیر کسان نیولي اولسګونه پولیس هم ټپیان شوي دي.
په ترکیه کې د استانبول ښاروال اکرم امام اوغلو نیول کېدو پراخ سیاسي اعتراضونه پارولي دي.
امام اوغلو د فساد په تور نیول شوی، خو د اپوزیسیون پلویان او نړیوال څارونکي دا تورونه سیاسي ګڼي، چې هدف یې د هغه د سیاسيراتلونکې محدودول دي.
د ترکیې کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا په یوه خبري ناسته کې ویلي چې د دغو لاریونو له پیل راهیسې تر اوسه ۱۲۳ پولیس ټپیان شوياو ۱۱۰۰ لاریونوال نیول شوي دي.
امام اوغلو د ۲۰۱۹ کال په ټاکنو کې د استانبول ښاروالۍ څوکۍ ترلاسه کړه، چې د اردوغان واکمن عدالت او پرمختګ ګوند (AKP) ته یوهستره سیاسي ماتې بلل کېده. هغه له هغه وخت راهیسې د اپوزیسیون یوه مهمه څېره ده او د ۲۰۲۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو لپارهاحتمالي نوماند ګڼل کېږي.
ترکیې اپوزیسیون، مدني ټولنې، او د بشري حقونو سازمانونه دا نیونه د سیاسي مخالفینو پر ضد د حکومت د سختو اقداماتو برخه بولي. نړیوالو سازمانونو د ترکیې له حکومته د سیاسي سیالانو پر ضد د قانوني سیستم د کارولو مخنیوي غوښتنه کړې ده.