خبرونهسیمه

خیبرپښتونخوا کې یو مهم پولیس افسر ناڅرګنده کسانو وژلی

( کابل ټیلیګراف – د وري 5مه ۱۴۰۴ لمریز کال )

په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان یو پولیس افسر د ناڅرګنده کسانو له لورې په ډزو وژل شوی دی.

د را پورونو له مخې؛ دغه پولیس افسر د خیبرپښتونخوا د هانګو په سامانا سړک سیمه کې د ناڅرګنده وسله والو لخوا په ډزو وژل شوی او وسله وال له برید وروسته په تېښته بریالي شوي دي.

د پاکستان چارواکو هم دا پېښه تائید کړې، خو کومې وسله والې ډلې د دغه برید مسؤلیت ندی اخیستی.

تر دې وړاندې هم په خیبر پښتونخوا کې د وسله والو کسانو په بریدونو کې ګڼ شمېر پاکستاني نظامیان په نښه شوي دي.