
( کابل ټیلیګراف – د وري 5مه ۱۴۰۴ لمریز کال )
د پاکستان پولیسو هغه ۵۰ افغان ماشومان چې په غیرقانوني ډول د خیبر له سیمې څخه د ازغن تار په لرې کولو سره یاد هېواد ته داخل شوي وو، تورخم کې یې مسؤلینو ته وسپارل.
د را پورونو له مخې؛ دا ماشومان د کار په لټه کې وو او د ازغن تار په پرې کولو سره د خیبر پښتونخوا خاورې ته داخل شوي وو.
عدنان خان، چې د سیمې د پولیسو یو چارواکی دی، ډان نیوز ته وویل چې دغه ماشومان، چې پکې ۱۷ نجونې شاملې دي، د تورخم په دروازې کې وروسته له هغې ونیول شول چې د پاکستان خاورې ته د ننوتلو پر مهال یې د اصلي دروازې نږدې ازغن تار پرې کړی و.
هغه وویل چې زیاتره ماشومان له ۱۰ کلونو کم عمر لري او هیڅ یو یې د سفر قانوني اسناد نه لري.
د را پورونو له مخې؛ دغه ماشومان تورخم کې طالبانو ته سپارل شوي، ترڅو بېرته خپلو کورنیو سره یو ځای شي.