افغانستانخبرونه

ننګرهار کې یو پخواني نظامي د اقتصادي ستونزو له امله ځآن وژنه کړې

( کابل ټیلیګراف – د وري 6مه ۱۴۰۴ لمریز کال )

سرچیني وایي، د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې یو پخواني نظامي افسر د اقتصادي ستونزو له امله ځآن وژنه کړې.

دغه سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: دغه کس بایي خان نومیږي او په تېر نظام کې نازیانو ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو قوماندان پاتې شوی وو، چې د دوشنبې په ورځ یې د اقتصادي ستونزو له امله ځآن زندۍ کړی وو.

سرچینه وایي، قوماندان بایي خان د کورنۍ د نفقې ګټلو یواځینی شخص وو او له مودو راهیسې د بې روزګارۍ او اقتصادي ستونزو له امله یې رنزیدو.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د بې روزګارۍ کچه په بې سارې ډول لوړه شوې او ډیری کسانو د غربت له امله ورته کړنې ترسره کړي.