خبرونهنړۍ

سویلي کوریا کې اورلګیدنې له امله ۱۸ تنه وژل شوي

( کابل ټیلیګراف – د وري 6مه ۱۴۰۴ لمریز کال )

په سویلي کوریا کې د اورلګېدنې له امله ۱۸ تنه وژل شوي او ۲۷ زره نورو کورونه پرېښودلي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په سویلي کوریا کې د پراخو اورلګېدنو له امله لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه شوي دي.

د سې شنبې په ورځ دغه وژونکې اورلګېدنې د سویلي کوریا سویل‌ ختیځو سیمو یو شمېر برخې تر خپل اغېز لاندې راوستې، چې له امله یې ۲۷ زره کسان اړ شول خپل کورونه پرېږدي.

د دې هېواد موقت ولسمشر هان دوک سو ژمنه کړې چې د دې کړکېچ پر وړاندې د مبارزې لپاره به د دولت ټول امکانات او توان وکارول شي.