افغانستانخبرونه

پروان کې طالبانو څلور غله وژلي او یو طالب هم ټپی شوی

کابل ټیلیګراف – ۶ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د پروان کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي چې ځواکونو یې په سیدخیلو ولسوالۍ کې د غلو له یوې وسله‌والې ډلې سره نښته کړې چې په ترڅ کې یې څلور غله وژل شوي او یو طالب ټپي شوی دی.

د پروان د امنیه قوماندانۍ په خبرپآڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره شپه د سیدخیلو ولسوالۍ کمانګر سیمه کې شوې ده.

خبرپاڼه کې ادعا شوې چې دغې ډلې د پروان ولایت په بیلابیلو برخو کې د طالبانو په نوم یې غلاوې کولې.

سرچېنې د معلوماتو له مخې، له وژل شویو کسانو سره د غلا شوي سامان تر څنګ یو مخابره او دوه میله وسلې هم ترلاسه شوي دي.