
کابل ټیلیګراف – ۶ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
په میدان وردګو ولایت کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې دوو ترافیکي پېښو له امله لسو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې لومړۍ پېښه د سیداباد ولسوالۍ په لوړې او دوېیمه په دشت توپ سیمه کې شوې ده.
سرچېنې د معلوماتو له مخې، په دغو پېښو کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپیان دي.
د پېښې ټپیان د میدان وردګو ولایت ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.