افغانستانخبرونه

الکساندر لوکاشنکو د اووم ځل لپاره د بلاروس ولسمشر په توګه لوړه وکړه

کابل ټیلیګراف – ۶ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

الکساندر لوکاشنکو، د بلاروس د چارواکو په شتون کې د اووم ځل لپاره د دې هېواد د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

د بلاروس د مرکزي ټاکنو کمیسیون د راپور له مخې، نوموړي د دې هېواد د ولسمشرۍ په ټاکنو کې چې د روان میلادي کال د جنورۍ میاشتې په ۲۸مه ترسره شوې د ۸۶.۸۲ سلنې رایو په ګټلو سره بریا خپله کړه.

​الکساندر لوکاشینکا، چې له ۱۹۹۴ کال راهیسې د بلاروس ولسمشر دی، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۶مه نېټه د دې هېواد د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې، چې دا یې اووم پرله‌پسې دوره ده. د بلاروس د مرکزي ټاکنو کمیسیون د معلوماتو له مخې، لوکاشینکا ۸۶.۸۲ سلنه رایې ترلاسه کړې.

په دې ټاکنو کې، د لوکاشینکا سیالانو د پام وړ ملاتړ ونه‌موند، چې تر ټولو نږدې سیال یې سرګي سیرانکوف یوازې ۳.۲۱ سلنه رایې ترلاسه کړې.

د لوکاشینکا د واک دوام، چې له ۳۰ کلونو څخه زیات شوی، د لوېدیځو هېوادونو او د بلاروس د مخالفینو له‌خوا له نیوکو سره مخ شوی. دوی دا ټاکنې جعلي بللي او د ازادو او عادلانه ټاکنو د نشتوالي تورونه یې لګولي دي.

له بلې خوا، روسیې، چین او وینزویلا د لوکاشینکا بریا تایید کړې او هغه ته یې مبارکي ویلې ده.

د لوکاشینکا حکومت د روسیې له‌خوا پراخ ملاتړ لري، او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین نږدې متحد ګڼل کېږي. لوکاشینکا د روسیې ته اجازه ورکړې چې د بلاروس خاورې ته تاکتیکي اټومي وسلې انتقال کړي، چې دا کار د لوېدیځو هېوادونو اندېښنې زیاتې کړې دي.