
کابل ټیلیګراف – ۶ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
لغمان کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت اړوند مشعلې تنکي سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان دي.
د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته د کابل – جلالاباد پر لویه لار مشعلې تنکي سیمه کې د یوه کرولا او ټېلر ډوله موټرو ترمنځ د ټکر له امله شوې ده.
سرچېنې لیکلي چې په دغه پېښه کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان دي.
د یادې پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په میدان وردګو ولایت کې هم د دوو ترافیکي پېښو له امله لسو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.