
کابل ټیلیګراف – ۷ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک اعلان کړی چې راتلونکې شنبه د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي.
یاد بانک نن پر خپله اېکسپاڼه له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او د پولي خدمتونو پر شرایطو برابرو شرکتونو غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
سرچینې لیکلي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.
سره له دې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره افغانیو خپل ارزښت په بې ساري توګه له لاسه ورکړی و، خو هېواد ته د نغدو ډالري کڅوړو په رسېدو او د طالبانو له خوا لیلام یې د افغانۍ د ارزښت په لوړېدو کې مرسته وکړه.
د افغانستان بانک د کب په ۶مه هم ۱۵ میلیونه ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي وو.