افغانستانخبرونه

رانا ثناالله: د افغان کډوالو لپاره د مارچ ۳۱مه اسماني صحیفه نه ده چې بدلیدلی نشي

( کابل ټیلیګراف – د وري۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال )

د پاکستان حکومت چې د افغان کډوالو لپاره یې له دغه هیواده د ایستلو لپاره د روانې مارچ میاشتې ۳۱ مه نېټه وروستی مهلت ټاکلی، تازه په تازه یې د لومړي وزیر لوړپوړي سلاکار رانا ثناالله رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د افغان کډوالو د ایستلو په یاده پرېکړه کې تغیر راتللی شي او دا کومه اسماني صحیفه نه ده چې نشي بدلیدای.

هغه زیاته کړې چې د پاکستان حکومت کولای شي د طالبانو سره خبرې وکړي او د افغان کډوالو د ایستلو په اړه پرېکړه بدله کړي.

وروسته له هغه چې له طالبانو سره د اسلام اباد اړیکې ترینګلې شوې، پاکستان پرېکړه وکړه چې د مارچ له ۳۱مې وروسته سلګونه زره افغان کډوال، چې په کې بې اسناده کډوال او د اې سي سي کارت لرونکي شامل دي، له خپل هیواده وباسي.

خو له هغې وروسته د پښتونخوا ایالت مشر او یو شمېر نورو چارواکو یاده پرېکړه سمه ونه ګڼله او له حکومته یې و غوښتل چې په یاده پرېکړه له سره غور وکړي.

دا چې د پاکستان حکومت د یادې پرېکړې لپاره یوازې د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي لا هم په خپل دریځ ولاړ دی او وايي افغان کډوال به د مارچ په ۳۱مه له دغه هېواده وځي.

تر دې مهاله طالبانو څه نه دي ویلي چې  د دومره شمېر کډوالو لپاره امکانات لري او نه؟