افغانستانخبرونه

د افغانستان-ايران-اروپا ريلي دهليز فعال شو

( کابل ټیلیګراف – د وري۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال )

په کابل کې د ايران سفارت وایي، د افغانستان -ايران -اروپا ريلي دهليز فعال شوی دی.

دې سفارت نن په يوه خبرپاڼه کې ليکلي چې د افغانستان لومړنۍ صادراتي محموله د افغانستان-ايران ريلي دهليز له لارې د ترکيې او اروپا په لور روانه شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، دا دهليز د هرات په ولايت کې د ايران د سرقونسل او د دې ولايت د والي په شتون کې فعال شوی دی.

خبرپاڼه زياتوي چې د ايران په همکارۍ د دې دهليز فعالېدل به د افغانستان اقتصاد په ښه کولو کې مرسته وکړي.